ولسمشر غني: له ماشوم او معلمه غلا د زغم وړ نه ده

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، راتلونکي دوه کلونه به د افغانستان د پوهنې لپاره بنسټيز او د بدلون کلونه وي.

ولسمشر غني د سړو سیمو لپاره نوی تعلیمي کال په داسې حال کې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پرانیست چې لا هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له زرو زیات ښوونځي د نا امنیو له امله تړلي دي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ په کابل کې په دې مناسبت جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د دوه سوو میليونو ډالرو په ارزښت د شپږو زرو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.

د افغان ولسمشر په خبره، په پوهنې وزارت کې فساد د زغم وړ نه دی او دغه وزارت باید غیرسیاسي او مسلکي شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي تعلیمي کال د پیل د پرانیستې په حال کې

ولسمشر غني وویل:

"که له اوبو څوک غلا وکړي، نو يو لږ څه به حاصل کم شي، که له وارداتو څوک غلا وکړي، نو لږ څه به عواید کم شي، خو که څوک زموږ له ماشوم او معلمه غلا کوي، دا کفر دی او دا د زغم وړ نه ده."

د افغان ولسمشر په خبره، د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي لا هم تعمیر نه لري او د هېواد نیمايي ښوونکي د تدریس معیار نه نشي پوره کولای.

ښاغلي غني وویل چې سږ کال به د ناامنو سیمو د پوهنې مسئله په لومړیتوبونو کې وي او د ښوونځیو امنیت ته به جدي پاملرنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به د ۲۱ زرو ښوونکو د ګمارنې ترڅنګ به ۵۰ میليونه ټوکه نوي کتابونه چاپ او په ښوونځیو به ووېشل شي.

دغه وزارت وايي، تېر کال هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسې له لارې، دغه وزارت نېږدې ۱۰ زره ښوونکي په دندو ګمارلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري یادې غوندې ته په وینا کې وویل چې تېر کال د ۱۳۰ نویو ښوونځیو د جوړېدو ترڅنګ، ۱۶۰ تړلي ښوونځي هم بېرته پرانيستل شوي دي.

ښاغلي شینواري یادو مراسمو ته وویل چې د پوهنې وزارت د پلان له مخې به د افغانستان د پوهنې بهیر تر ډېره اصلاح او معیاري شي.

ابراهیم شینواری

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"د پوهنې د ریفورم یا اصلاح لپاره مو ۳۲۰ مخه لارښود ولیکه چې د ولسمشر ټولې لارښوونې هم په کې ځای پر ځای شوي او دغه لارښود به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د افغانستان معارف په داسې مسیر روان کړي چې د نورې نړۍ د پوهنې د سیستمونو معیار دی."

ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۷ لمریز کال له پوهنې د ملاتړ کال په نوم نومولی او په دغه کال کې یې په پوهنیز بهیر کې د ژورو اصلاحاتو او بدلونونو خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، درې نیم میليونه هغه افغان ماشومان چې د ښوونځي په عمر برابر دي، له زده کړو بې برخې، خو د دغه وزارت د پلان له مخې به، له يو میليونه ډېر ماشومان سږ کال ښوونځیو کې شامل شي.

راپور: محمد واصل وصال