په ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريون

په جلال‎اباد ښار کې د ګڼو مدني ټولنو استازو د يوه لاريون په ترڅ کې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او په نړیوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د پښتنو د حق غوښتنې ملاتړ دې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې دغه لاريون چې د ځوان بدلون مدني ټولنې يې تابیا کړې وه، په لسګونو مدني فعالانو په‎کې برخه اخېستې وه.

لاريون له پښتونستان واټه پیل شو او د فخر افغان باچا خان تر مزاره يې د لر او بر يو افغان شعارونه بدرګه کول:

"لر او بر يو افغان-نور د پښتنو نسل وژنه نه منو."

لاريون کوونکو د کرن خان دغه سندره چې د پښتنو د بيدارۍ لپاره يې تازه خپره کړې وه، په لوړ غږ غږوله.

"تقدير که وي همداسې په لاس يې بدلون غواړو- پښتون ته ژوندون غواړو، پښتون ته ژوندون غواړو."

د ځوان بدلون مدني ټولنې د بهرنيو اړيکو مسؤل جلال یعقوبي د دغه لاريون په اړه د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې وویل:

"کوزه پښتونخوا کې چې د پښتون ژغورنې کوم غورځنګ پيل شوی، دا واقعاً د ستایلو دی. هغوی بغاوت نه‎کوي، بلکې د خپلو د حقونو د غوښتنې لپاره لاريونونه کوي، موږ په بشپړ ډول د هغوی د حقونو د غوښتنې ملاتړي یوو. موږ په نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو په نړیوالو سازمانو غږ کوو چې د هغوی حقوق دې تظمین کړي."

د مدني جرګې يو تن فعال غړي اباسين بهير د نړيوالې ټولنې تر څنګ په افغان دولت هم غږ کوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ملاتړ وکړي.

دی وايي:

"نننی حرکت د لر او بر پښتنو د یووالي او د کوزنیو پښتنو د حق غوښتنې په ملاتړ کې راټول شوي یوو، د هغوی د حمایت او ملاتړ لپاره مو غږ اوچت کړو، دلته هم په نړیوالې ټولنې او افغان دولت غږ کوو چې د پښتنو د دغه مدني حرکتونو ملاتړ وکړي."

په دغه لاريون کې له غزني ولايته د لوی افغانستان د تحريک غړو هم برخه اخېستې وه.

حبیب الرحمن تأثیر وايي چې دوی د لر او بر افغان د يووالي او د حقونو ملاتړي دي:

"موږ ۱۵ کسان له غزني څخه ننګرهار ته راغلي يوو، موخه مو دا ده چې موږ د دغه پرلت او د لر او بر د پښتنو د یووالي د هغوی د حقه حقونو د غوښتنې ملاتړ کوو."

لاريون کوونکو د فخر افغان باچا خان په مزار د ګلونو ګېډۍ هم کېښودې او د هغه روح يې دعا وکړه.

راپور: بازمحمد عابد