نن شنبې د توبرکلوز پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده

نن شنبې د توبرکلوز پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په دې مناسبت، د بې پولې ډاکټرانو ادارې «MSF» ویلي چې هرکال لږ تر لږه ۱۲ زره افغانان د توبرکلوز «سل» له امله مري.

د دې ادارې په وینا، هرکال تر ۶۰ زره زیات خلک په افغانستان کې په توبرکلوز اخته کېږي.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې په نوي رپوټ کې چې پرون جمعه خپور شو، ویلي چې په کندهار کې د توبرکلوز د درملنې په ځانګړي روغتون کې یې لږ تر لږه ۲۰ زره افغانان بستر کړي دي.