له امنیتي پلوه راتلونکې ټاکنیزې حوزې په نښه شوي

د افغانستان امنیتي ځواکونو د هېواد هغه سیمې په نښه کړي دي چې د روان کال د پارلماني انتخاباتو لپاره د هغوی امنیت باید خوندي شي.

دا خبره د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز وکړه.

جنرال جوزف ډانفورد زیاته کړه چې پارلماني انتخابات او راتلونکی کال د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د امریکا د نوې ستراتېژي د بریالیتوب لپاره خورا مهم دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د اګست میاشتې په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه.

جنرال جوزف ډانفورد او ورسره امریکایي پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړل او د افغانستان یو شمېر نورو سیمو ته‌یې هم په تېرو دوو ورځو کې سفرونه کړي دي.

جوزف ډانفورد

جنرال ډانفورد روانه اوونۍ په افغانستان کې دی او له جګپوړو افغان چاراکو سره‌یې کتلي دي.

ده د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ائتلافي ځواکونو له قوماندانانو سره کتلي دي، د افغانستان په شمال کې د مزار شریف او په ختیځ کې د ګمبري اډې په ګډون یو شمېر سیمو ته ورغلی دی.

ډانفورد او یو شمېر نورو امریکایي پوځي چارواکو په افغانستان کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره چې په خپل وخت ترسره شي، لږه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسوشیټېډ پرس اژانس لیکي چې دا انتخابات د جولای په میاشت کې پلان شوي دي، خو ښایي تر مني پورې وځنډېږي.

د ائتلافي ځواکونو د ستراتېژيکو پلانونو مسؤل برید جنرال مایکل فینزل چې له جنرال ډانفورد سره یوځای په افغانستان کې د سفرونو ملګری دی وایي، د انتخاباتو وخت تر دې ډېر لږ اهمیت لري چې دغه انتخابات بریالي، خوندي او با اعتباره ترسره شي.

برید جنرال فینزل زیاته کړه چې د انتخاباتو ځنډېدل به چارواکو ته نوره هم زمینه برابره کړي چې د انتخاباتو امنیت ښه وساتي او ډاډه شي چې د انتخاباتو څارونکي په ټولو سیمو کې شته.

د ګمبیري په اډه کې د چهارشنبې په ورځ جنرال ډانفورد له قوماندانانو سره تر غونډو وروسته وویل چې افغان ځواکونو هغه سیمې چې ډېر خلک په‌کې ژوند کوي مشخصې کړې دي او دا سیمې د راتلونکو انتخاباتو لپاره ډېرې مهمې دي.

د انتخاباتو د رأیو صندوق

کله چې له جنرال ډانفورد څخه د دغو انتخاباتو د وخت په اړه پوښتنه وشوه ده وویل چې پارلماني انتخابات به روان کال ترسره شي او کله چې یې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د دغو انتخاباتو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړې د مشخص وخت مسئله یاده نه‌شوه او دا نېټه به د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټاکي.

خو د امریکا لوی درستیز څرګنده کړه چې د انتخاباتو لپاره ډېره مهمه خبره دا ده چې د ګڼ مېشتو سیمو امنیت تأمین شي.