ډانفورد: د افغانستان انتخابات باید په ډاډمنه فضا کې ترسره شي

د امریکا د ټولو وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ د بریالیتوب د ارزولو لپاره دا مهمه ده چې په روان او راتلونکي کلونو کې په دې هېواد کې انتخابات په ډاډمنه توګه ترسره شي.

جنرال جوزف ډانفورد چې له افغانستانه کتنه کوي دغه څرګندونې پرون په ختیځ کې د ګمبیري په پوځي اډه کې له قوماندانانو سره د لیدو پر مهال وکړې.

هغه وویل، د ولسي جرګې، د ولسوالیو د شوراګانو او راتلونکي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یقیني کولو لپاره د افغان کمانډو ځواکونو عملیات مهم دي.

ډانفورد زیاته کړه چې افغان ځواکونو د خلکو هغه ګڼ مېشتې سیمې په نښه کړي چې د انتخاباتو د نتیجې او هم د امنیت لپاره ډېرې مهمې دي چې امنیت‌یې باید په وخت سره ډاډمن شي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز په دې سفر کې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره هم لیدنې کتنې ترسره کړې دي.