بریتانیا: پوتین د فوټبال له نړیوال جام نه تبلیغاتي استفاده کوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد د پارلمان د یوه غړي دا خبره تأیید کړه چې د روسیې ولسمشر غواړي چې د سږ کال د فوټبال له نړیوال جام څخه د ادولف هتلر په څېر تبلیغاتي استفاده وکړي.

هتلر په ۱۹۳۶ کال کې له المپیک لوبو څخه د ځان په ګټه د تبلیغاتو استفاده کړې وه.

دا خبره په داسې حال کې کېږي چې پرون د بریتانیا پارلمان په دغه هېواد کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس د مسمومیت پر مسئلې بحث وکړ.

بورېس جانس یو ځل بیا دا خبره وکړه چې د ولادیمیر پوتین حکومت دغه پخوانی جاسوس مسموم کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د بورېس جانس تور رد کړ.

سرګي سکریپال چې په یوه وخت‌یې د دواړو هېوادونو لپاره جاسوسي کوله د مارچ په څلورمه له خپلې لور یولیا سره د بریتانیا په سالزبري ښار کې بې‌هوښه پیدا شو.