پاکستانۍ ملېشې بیا پر کونړ راکټي حملې کړي

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپونو ۸۵ ګولۍ را ویشتلي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهار شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ په ناړۍ او دانګام ولسوالیو د تو پونو ۸۵ ډزې کړي چې په دانګام کې یو کور ویجاړ شوی او ۵ سره څاروي پکې وژل شوي دي.

دغه بریدونو له تېرو ۷ کالو په وقفه يي ډول دوام لري.