اروپایي اتحادیې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ

اروپایي اتحادیې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او په دغه بهیر کې یې د مرکزي اسیا د هېوادونو ونډه مهمه وبلله.

د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني پرون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اروپایي اتحادیې د اړیکو په اړه ځانګړې شوې د اروپایي پارلمان غونډې ته وویل:

"موږ اروپایي اتحادیه او د مرکزي اسیا هېوادونه ګډې ګټې لرو چې د بېلګې په توګه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړو، ازبکستان به په ګډه د روانې مارچ میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه د یوه سیمه‌ییز کنفرانس کوربه وي، دا زموږ د خپل امنیت لپاره هم مهم دی، زه به د افغانستان له حکومت، له خپلو د مرکزي اسیا له شریکانو او خپلو ټولو نړیوالو لوبغاړو سره په خپله په دې کنفرانس کې ګډون وکړم."

په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د جګړې مهم لوري وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت د سولې وروستیو وړاندیزونو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه دې ته اندېښنه لري چې په افغانستان کې د امنیت خرابوالی یې د خپلو هېوادونو پر امنیت ناوړه اغېز کوي.