دفاع وزارت کابل ته د جوزف ډانفورد سفر ګټور بولي

د افغانستان دفاع وزارت کابل ته د امریکا د لوی درستیز سفر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګټور بولي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته وویل چې جنرال جوزف ډانفورد به د دفاع له وزیر سره د افغان ځواکونو د پرمختګونو او ستونزو په اړه هم خبرې وکړي.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد تېره ورځ کابل ته راغی.

ډانفورد افغانستان ته په لاره په الوتکه کې له ده سره ملګرو خبریالانو ته وویل چې غواړي هغه اهداف چې په راتلونکو څو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف څرنګه کولای شي په جګړه کې پرمختګ وکړي وارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دفاع وزارت ویلي چې د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه به په ټول افغانستان کې پراخ عملیات پیل کړي.