په ننګرهار کې د زیتون او مالټو د باغونو محصولات ۳۳۳۴ ټنو ته رسېږي

د ننګرهار ولایت د زیتون او مالټو د باغونو محصولات سږ کال ۳۳۳۴ ټنه ته رسېږي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د کانال اړوند باغونو څخه سږ کال ۸۳۴ ټنه زيتون او همداراز د کانال او کرنې رياستونو په ګډون له خصوصي باغونو څخه ۲۵۰۰ ټنه مالټې ترلاسه شوې دي.

بیان زیاتوي چې له دې زيتونو څخه ۶۰ زره لیټره تېل او زرګونه لیټره اچار توليد شوي دي.

همداراز کرنې او کانال رياستونو په دې ولايت کې ۲۲۰۰ جريبه ځمکه کې د سترسو نوي باغونه جوړ کړي دي او زرګونه جريبه کې یې پخواني باغونه احيا کړي دي.