د پوتین له بریا یوه ورځ وروسته روسیې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي

یوه ورځ وروسته چې ولادیمیر پوتین د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د څلورمې دورې لپاره د دې هېواد ولسمشر اعلان شو، دې هېواد د روسیې په جنوبي سیمو کې پراخ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

له ګرجستان څخه بېله کړای شوې د ابخازیا او له اوکراینه بېله کړای شوې د کریمیا سیمې هم د دې پوځي تمرینونو شاهدې دي.

خبري رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې شااوخوا ۸۰ زره ځواکونو د راکټي او د تهاجمي سیستمونو په شمول، د درنو وسلو په دې پوځي تمرینونو کې برخه اخیستې.

پوځي تمرینونه د روسیې پر هغو انتخاباتو پر انتقادونو سربېره ترسره کېږي چې ولادیمیر پوتین‌یې د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي، په انتخاباتو کې د یو واقعي رقیب نشتوالی د ولادیمیر پوتین د بریالیتوب سبب شو.

د روسیې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په وینا، د نږدې ټولو رأیو له شمېرلو وروسته، پوتین د ورکړل شویو رأیو په ۱۰۰ کې ۷۶،۶ رأیې ګټلې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن جیډلي وايي، د ډونالد ټرمپ ادارې ته د روسیې د انتخاباتو دا نتیجه د حیرانتیا وړ نه‌ده.

د ښاغلي جیډلي په وینا، د ولسمشر ټرمپ له‌خوا ولسمشر پوتین ته د مبارکۍ هېڅ ډول پیغام نه‌دی استول شوی.