سعودي له ایران سره د پیاوړو هېوادونو اټمي تړون له کمیو ډک وباله

سعودي عربستان د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ درې کاله مخکې پر شوې اټمي تړون انتقاد کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل‌الجبیر چې په واشنګټن کې دی، د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره‌یې د سعودي د ولیعهد د لیدنې په درشل کې ویلي چې له ایران سره د نړۍ د پیاوړو هېوادونو اټمي تړون له نیمګړتیاو او کمیو ډک دی.

په دې اړه د سعودي عربستان او د امریکا د اوسنۍ ادارې لیدلوری شریک دی، ځکه ولسمشر ټرمپ هم له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوی اټمي تړون له نیمګړتیاو ډک بللی او له دې تړونه‌یې د امریکا د ایستلو ګواښ کړی دی.

تمه کېږي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان به نن سې شنبه له ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې پر نورو دوه اړخیزو او د منځني ختیځ په مسئلو د خبرو سربېره، د ایران په اړه هم وغږېږي.

د سعودي دې شهزاده څو ورځې مخکې ویلي وو، که چېرې ایران اټمي وسله تر لاسه کړي، سعودي عربستان به‌یې هم د ترلاسه کولو هڅې پیل کړي.