اروپایي ټولنې په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس مسمومېدل غندلي

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس مسمومېدل په کلکه وغندل او ویې ویل چې د لندن دغه ارزونه چې د دغې حملې ترشا د مسکو لاس دی، ډېره جدي بولي.

د دغې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن دوشنبه په خپره کړې اعلامیه کې دغه راز ویلي چې له بریتانیا سره د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ، عدالت ته د دغه جنایت د مسؤلینو د راکاږلو په هڅو کې همکاري کوي.

په عینی حال کې ټاکل شوې چې د کیمياوي وسلو نړیوال متخصصین نن دوشنبه بریتانیا ته لاړ شي او د هغو کیمیاوي موادو نمونې واخلي چې د یوه پخواني روسي جاسوس په مسمومولو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

تمه کېږي چې دغه د کيمیاوي وسلو د مخنیوي د نړیوال سازمان متخصصین به د نویچوک په نوم د دغو کيمیاوي موادو چې په پخواني شوروي اتحاد کې تولیدېدل، نمونې واخلي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه نمونې به د دغه نړیوال سازمان په لابراتوارونو کې وڅېړل شي.

بریتانیا او متحدینو یې روسیه تورنه کړې چې د مارچ په څلورمه د بریتانیا په سالیزبوري ښار کې د سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې لاس لري.

د دغې پېښې پرسر د لندن او مسکو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ په ترڅ کې دواړو لورو یو د بل له هېوادونو د ۲۳ ډیپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی.

د روسیې ولسمشر د بریتانیا له خوا لګول شوي تورونه رد کړي دي.