کورکر: باوري یم چې ټرمپ به د ایران له اټمي تړونه ووځي

د امریکا یو لوړپوړی سناتور وايي، په دې باور دی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به راتلونکې میاشت د ایران له اټمي تړونه ووځي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوري غوښتونکی مشر سناتور باب کورکر پرون یکشنبه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې دا خبره وکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ به له دوو میاشتو په کمه موده کې له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د اټمي تړون په اړه پرېکړه کوي.

هغه به دا پرېکړه کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون پر اساس په ایران د بندیزونو کمښت تمدید کړي که نه؟

ښاغلي کورکر «سي. بي. اېس» ټلوېزیون ته وویل، که د ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپايي سیالان سلا نه‎شي هغه به ښايي له دې تړونه ووځي.