پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د روسیې د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۶ نورو کلونو لپاره د دې هېواد د جمهوري ریاست څوکۍ خپله کړه.

د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو د نږدې ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښيي چې پوتین ۷۶،۶ په ۱۰۰ کې رأیې اخیستې دي.

په همدې حال کې د روسيې د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پروسه کې د درغلیو او رأی ورکوونکو د فشارونو زرګونه پېښې شوې دي.

د کمونېست ګوند مشر پاول ګرودینین د ۱۱،۸۲ رأیو په اخیستلو سره په دوهم او د سخت دریځو نېشنلستانو د ګوند کاندید ولادیمیر ژیرینفسکي ۱،۶ فیصده رأیو په خپلولو سره په درېیم مقام کې دی.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ لومړنی بهرنی مشر دی چې پوتین ته‌يې په انتخاباتو کې د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.

چینايي مشر ویلي پیکېنګ چمتو دی چې له روسيې سره په لوړه سطحه د اړیکو د ټینګښت او ساتلو لپاره له ولسمشر پوتین سره کار وکړي.