د جوزجان د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو د امنیت په اړه اندېښنې

د مشرانو جرګې ځينو غړیو د جوزجان ولايت په قوش تېپه او درزاب ولسواليو کې د ناامنيو پر زياتېدو اندېښنه وښوده

يوې سناتورې نبيې مصطفى زاده د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې وويل:

"په قوش تيپه او درزاب ولسواليو کې امنيت ډېر خراب دى، ټول کسان له سيمې وتلې او هغه کسان چې کارونه لري ټول شبرغان ښار ته ورغلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمالي کې د ملي اردو چارواکو پرون په دغو دوو ولسواليو کې د داعش ډلې د٣۵ غړیو د وژل کېدو خبر ورکړ.

سناتورانو په نننۍ غونډه کې د دغو دوو ولسواليو د امنيتي وضعيت د ښه کېدو غوښتنه وکړه.