مسکو وايي ۲۳بریتانوي ډیپلوماټان له هغه هېواد نه باسي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، مسکو په پام کې لري چې ٢٣ بريتانوي ډيپلوماټان له دغه هېواد څخه وباسي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې په بريتانيا کې پر يوه پخواني جاسوس د يو ډول کيمياوي موادو د کارونې له کبله د مسکو او لندن ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

مسکو وايي، دغه بريتانوي ډيپلوماټان بايد په يوه اوونۍ کې دننه له روسيې څخه ووزي.

وزارت نن په يوه اعلاميه کې وويل، د دې تر څنګ يې په روسيه کې د بريتانيا د قونسلګرۍ د تړلو امر وکړ او هغه موافقه بېرته اخلي چې په سنټ پټرزبرګ کې د بريتانيا د يوې قونسلګرۍ د بيا پرانيستلو په اړه وه.

تر دې مخکې بريتانيا د ٢٣ روسي ډيپلوماټانو د اخراج امر کړى و، څو په دې ډول روسيه په بريتانيا کې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور يوليا د مسمومولو له کبله مجازات کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د بريتانيا سفير لاوري بريستو نن سهار احضار کړ او د مسکو د دې ځوابي اقدام په اړه يې معلومات ورکړل.