جانسون: احتمال شته چې روسيې د سکریپال د مسمومولو امر کړی وي

د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر نن پنجشنبه وویل، قوي احتمال شته چې روسيې د پخواني جاسوس د مسمومولو لپاره د اعصابو فلجونکي موادو د استعمال امر ورکړی وي.

کرملین بیا د بوریس جانسون دا تورونه ټکان ورکوونکي او نه هېرېدونکي بللي دي.

بل لورته د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن وویل، مسکو به د بریتانيې له‎خوا د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په عکس‎العمل کې بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.

د بریتانيې او روسيې ترمنځ دا ډیپلوماتیکه شخړه په بریتانیا کې دې یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو له امله چې لندن وايي، د سړې جګړې د وخت اعصاب فلجونکي موادو څخه په کې کار اخېستل شوی، راپورته شوې ده.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې خبریالانو ته دا ونه ویل چې روسیه به کله او څومره بریتانوي ډیپلوماتان وباسي.

بریتانیا وايي، روسیه د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د ۳۳ کلنې لور د وژلو د هڅې تر شا ده.

سکریپال او لور ېې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانيي په جنوب کې په بې هوښه حالت کې وموندل شول.