لاوروف: مسکو به بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي

د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جمعې په ورځ وویل، مسکو به د بریتانيې له‎خوا د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په عکس‎العمل کې بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.

د بریتانيي او روسيې ترمنځ دا ډیپلوماتیکه شخړه په بریتانیه کې دې یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو له امله چې لندن وايي، د سړې جګړې د وخت اعصاب فلجونکي موادو څخه په‎کې کار اخېستل شوی، راپورته شوې ده.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې خبریالانو ته پهخبرو کې دا ونه ویل چې روسیه به کله او څومره بریتانوي ډیپلوماتان وباسي.

بریتانیا وايي، روسیه د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د ۳۳ کلنې لور د وژلو د هڅې تر شاه ده.

سکریپال او لور ېې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانيې په جنوب کې په بې هوښه حالت کې وموندل شول.