بن سلمان: که ایران اټمي وسله جوړه کړي سعودي به هم هڅې پیل کړي

د سعودي عربستان ولیعهد وايي، که ایران اټمي وسله جوړه کړي سعودي به هم د اټمي وسلې د ترلاسه کولو هڅې پیل کړي.

محمد بن سلمان د «سي.بي.اېس» ټلوېزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه وویل:

"سعودي عربستان د هېڅ ډول اټمي بم د لرلو په هڅه کې نه‎دی. خو پرته له شکه که ایران اټمي وسله جوړه کړي، موږ به یې هم څومره ژر چې ممکنه وي، د ترلاسه کولو په لټه شو."

ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ میلادي کال د یو توافق له مخې خپل اټمي پروګرام محدود کړ چې په بدل کې یې پرې نړیوالې ټولنې لګیدلې بندیزونه رانرم کړم، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که په دې تړون کې د ده په وینا شته نیمګړتیاوې لرې نه‎شي، امریکا به له دې تړون ووځي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د سعودي ولیعهد د دې څرګندونې په عکس العمل کې نوموړی یو ناخبره کس بللی چې د قاسمي په وینا دروغ او ترخې خبرې کوي او په سیاست نه پوهېږي.