د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي پوځي قوماندانۍ مشر د وسلهوالو طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په مالي ملاتړ کې د نشهيي موادو نقش مهم ګڼي.
جنرال جوزف ووټل چې د سې شنبې په ورځ د امریکا په مشرانو جرګه کې د نظامي خدمتونو کمېټې ته خبرې کولې، د نشهيي موادو د تولید د کارخانو پر ضد د افغان او امریکا د ګډو ځواکونو عملیات مهم وګڼل، خو پر دې خبرهیې هم ټینګار وکړ چې د دوی هدف يوازې د کارخانو ویجاړول نه، بلکې د سیمې هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته د نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيسي.
جنرال ووټل وايي چې په افغانستان کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې به په عراق او سوریه کې د داعش د مالي سرچینو د وچولو له تجربو څخه استفاده وکړي.
نوموړی زیاتوي:
"طالبان د نشهيي موادو له قاچاقه تمویلېږي. زموږ د مبارزې تمرکز یوازې د طالبانو د هیروئينو د کارخانو او زېرمو لهمنځه وړل نهدي، بلکې د سيمې هېوادونو سره په ګډه کار کوو چې له افغانستانه بهر ته د نشهيي موادو د قاچاق او طالبانو ته د پیسو د لېږلو مخنیوی وشي. زه په دې باور یم چې طالبان د نشهيي موادو په یوه مافیايي ډله اوښتې ده."
امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او فدرالي پولیسو اداره يا «FBI» د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته د نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.
هڅه کوو چې له افغانستانه نړيوالو بازارونو ته، د نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيسو.
تر دې وړاندې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي و چې د هیروئینو د تولید لپاره ډېری کېمیاوي مواد د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاقېږي او په افغانستان کې تولید شوي نشهيي مواد د ایران او پاکستان له لارو بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته قاچاق کېږي.
واشنګټن پوسټ: له افغانستان څخه هيروئين پاکستان او ايران ته انتقالېږي
له بله پلوه د امریکا د مشرانو جرګې غړې مېرمن جوني ارنسټ چې تازه له افغانستانه امریکا ته ستنه شوې، دې غونډې ته وويل چې وسلهوالو طالبانو د نشهيي موادو د مافیايي ډلې بڼه غوره کړې ده.
نوموړې زیاته کړه:
"زه څو میاشتې مخکې افغانستان ته تللې وم، ما په کابل، کندهار او بګرام کې له یو شمېر قوماندانانو او ډیپلوماتانو سره وکتل. د دوی له خبرو داسې څرګنده شوه چې طالبان له ایډیالوژيکې ډلې څخه د نشهيي موادو په یوه مافیايي او ترورېستي ډله بدله شوې او له ایډیالوژۍ څخه یوازې د وسیلې په توګه کار اخلي."
د ولسي جرګې غړی خالد پشتون په افغانستان کې نشهيي مواد د نړیوالو ګډه ستونزه بولي، د ده په باور د وسلهوالو طالبانو تر څنګ په سیمه کې زیات شمېر ترورېستي ډلې هم د نشهيي موادو له عوایدو څخه تمویلېږي.
ښاغلی پښتون له نړیوالې ټولنې غواړي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پر مهال باید لومړی نړیوالو بازارونو ته د نشهيي موادو د قاچاق مخه ونيسي او په نړیوالو مارکېټونو کې دې د نشهيي موادو غوښتنه راکمه کړل شي.
Your browser doesn’t support HTML5