د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی په فرانسه کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د فرانسې سرحدي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ د «PIA» په نوم د پاکستان هوايي شرکت یوه سټيورډ په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتلیې په ۷۴۹ نمبر پرواز کې نشهيي مواد فرانسې ته قاچاق کړي.
د فرانسې دولت تر دې مهاله د پاکستان د دې هوايي شرکت له کار کوونکي څخه د نیول شويو نشهيي موادو اندازه نهده ښودلې او وايي چې پهدې برخه کې څېړنې روانې دي.
تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان اروپايي هېوادونو ته د نشهيي موادو د قاچاق اصلي لاره بللې او اروپايي بازارونو تهیې د دې موادو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.