په کندهار کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول

په کندهار ولایت کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول.

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۲ زره ۴۹۵ کېلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیولي دي.

ښاغلی عبدالباقي وايي، د دې موادو د قاچاق په تور ۴۳۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

عبدالباقي زیاتوي:

"موږ په روان کال کې د نشه‎يي موادو ۱۷۰ پېښې لرو او د نشه‎يي موادو د مبارزې په برخه کې د هغو کسانو په لټه کې هم یو چې پر معتادینو نشه‎يي مواد د پرچون په ډول خرڅوي او تر دې دمه مو څو کسان نیولي هم دي."

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه دا دوهم ځل دی چې په کندهار کې نیول شوي نشه‎يي مواد سوځول کېږي.