په بغلان کې ۲ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونه کېلو ګرامو نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسین‎خېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کېلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې کابل ته‌یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول شول.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشه‎يي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.