ناټو: یو شمېر طالب مشران ښايي د سولې د خبرو لپاره تیاری ولري

د ناټو عمومي منشي وايي چې یو شمېر طالب مشران ښايي د سولې د خبرو لپاره تیاری ولري.

ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون پنجشنبې په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د ناټو د ۲۰۱۷ میلادي کال د فعالیتونو د راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې.

ښاغلي سټولټنبرګ په خپلو خبرو کې د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار وکړ او د سولې لپاره د افغان حکومت نوي وړاندیز ته د اشارې په ترڅ کې یې پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې له دې فرصته ګټه واخلي او خبرو ته کیني.

نوموړي زیاته کړه:

"د ولسمشر غني دا اقدام چې طالبان یې بې له کوم قید و شرطه خبرو ته رابللي دي؛ هرکلی کوو. دا تر دې دمه د سولې لپاره تر ټولو پیاوړی غږ وو. طالبان باید له دې فرصته د سولې د خبرو لپاره کار واخلي او سیاسي حل‎لاره ومني. که ټول طالبان نه‎وي، نو د هغو ځینې کسان خو به خامخا د سولې خبرو ته چمتو وي او موږ له همدې کسانو غواړو چې دا کار وکړي."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس هم له دې مخکې ویلي و چې د طالبانو یو شمېر مشرانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې.

مټېس دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ هغو خبریالانو ته وکړې چې کابل ته د ده د ناڅاپي سفر پر مهال په الوتکه کې ورسره وو.

ښاغلي مټېس وویل چې په افغانستان کې بریا لا هم ممکنه ده، خو د ناټو عمومي منشي ښاغلي سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې پر وسله‎والو طالبانو د فشار د زیاتولو یادونه وکړه او د افغان ځواکونو د پیاوړتیا پر اړتیا یې هم ټینګار وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"پوهېږو چې د جګړې په ډګر کې د روان حالت او د سولې د خبرو ترمنځ نژدې اړیکه شته، نو باید افغان ځواکونه پیاوړي کړو، څو د جګړې په ډګر کې روان ولاړ حالت مات کړي او طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو ته دا پیغام ورسوي چې د جګړې په ډګر کې د هغو بریا ممکنه نه‎ده. نو ځکه موږ په افغانستان کې خپل پوځي حضور په دې وروستیو کې پراخ کړی، څو افغان ځواکونه په دې وتوانېږي چې اوسنی ولاړ حالت مات او د سیاسي حل‎لارې لپاره امکانات برابر کړي."

ناټو تېرکال وپتېیله چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو څخه شاوخوا ۱۶ زرو ته لوړ کړي.

وسله‎والو طالبان دې جګړه بنده کړي او له افغان حکومت سره دې د سولې خبرې وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني درې اوونۍ مخکې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې د سولې لپاره یوه نوې طرح وړاندې کړه او یو ځل بیا یې وسله‎والو طالبانو ته بې قید او شرطه بلنه ورکړه چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان د چهارشنبې په ورځ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که له حکومت سره د سولې خبرو ته کېنني، نو د دې ډلې پر مرکزونو ځمکنۍ او هوايي حملې به زیاتې شي.