د اقتصاد وزیر د ازبکستان له سفیر سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر تېره ورځ په دغه هېواد کې د ازبکستان له سفیر سره وکتل او پر بېلابېلو اقتصادي او ټرانزیتي مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې همایون رسا د یادګار خواجه شادمانوف سره ازبکستان ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو، د سوداګرۍ، ټرانسپورت او انرژۍ په برخه کې د ګډ کمېسیون پر جوړولو، د ترمز کارګو د امکاناتو او ورنه د استفادې، او اربکستان کې د یو شمېر افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا درې میاشتې مخکې هغه هېواد ته سفر درلود او د ټرانزیت، سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، روغتیا، ټرانسپورت او یو شمېر نورو برخو کې یې له اربکستاني چارواکو سره تړونونه لاسلیک کړل.