ایران د انرژۍ له یوې روسي دولتي کمپنۍ سره یو قرارداد لاسلیک کړ

ایران د انرژۍ له یوې روسي دولتي کمپنۍ سره د ۷۴۲ میلیونه ډالرو یو قرارداد لاسلیک کړ.

دغه قرارداد پرون د دانا انرژۍ «Dana Energy» په نوم د ایران د خصوصي کمپنۍ او د روسیې د زارو بیژنیفت «Zarubezhneft» کمپنۍ ترمنځ وشو.

دغه دواړه کمپنۍ به په ګډه د ایران په جنوبي ولایت ایلام «Ilam» کې د تېلو په دوو حوزو، آبان او پایدار کې د تېلو د تولیداتو ظرفیت چې اوس په ورځ کې ۳۶ زره بېرله دی، ۴۸ زره بېرلو ته لوړوي.

د ایران د تېلو وزیر بېژن نامدار زنګنه «Bijan Namadar Zanganeh» په تهران کې د دغه قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل چې په دغو حوزو کې د تېلو د تولید په زیاتوالي سره به په څو راتلونکو کلونو کې د ایران عواید څلور میلیارده ډالره زیات شي.

له کله چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک شوی او له مخې یې پر تهران د نړیوالو یو لړ بندیزونه لیرې شوي، دا د انرژۍ له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره د ایران دوهمه لویه معامله ده چې کوي يې.

له دې مخکې تهران لومړنۍ معامله په تېر جون میاشت کې د فرانسې د تېلو له سترې کمپنۍ توتال سره کړې وه چې ارزښت‌یې څلور میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالره دی.