بریتانیا له دغه هېواد نه د ۲۳ روسي ډیپلوماټانو د ایستلو اعلان وکړ

د بریتانيا صدراعظمې ترزا مې نن اعلان وکړ چې ۲۳ روسي ډیپلوماتان له خپل هېواد څخه باسي.

ترزا مې وویل دا ډیپلوماتان یوه اوونۍ وخت لري چې له بریتانيا ووځي.

بریتانيا دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې روسيې د سړې جګړې د وخت د هغو اعصاب فلجوونکو موادو په اړه لندن ته سپیناوی ورنه‌کړ چې په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس په مسمومولو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

د بریتانيا صدراعظمې نن پارلمان ته په وینا کې وویل چې له روسيې سره د لوړې سطحې ټول تماسونه ځنډوي او بریتانوي وزیران او سلطنتي کورنۍ به په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د کتلو لپاره لاړ نه‌شي.

روسيې بیا د پخواني جاسوس سرګي سکریپال په مسمومولو کي لاس لرل رد کړي دي او ټینګار کوي چې تر څو ورته مسمومونکي مواد ونه‌ښودل شي، په اړه به‌يې بریتانيا ته معلومات ورنه‌کړي.