د انتخاباتو پر خپل وخت ترسره کېدو د ملي وحدت حکومت د مشرانو ټینګار

جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او همداراز د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به پر خپل وخت ترسره شي.

په داسې حال کې چې ځیني سیاسي رهبران پر خپل وخت د انتخاباتو د نه‌ترسره کېدو په اړه اندېښنه لري، خو د ملي یووالي حکومت مشران پر خپل وخت د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۳» ارګ کې د عبدالعلي مزاري د مړینې د ۲۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د انتخاباتو ترسره کېدل د یووالي او ټولنیز عدالت د تضمین لپاره مهم دی.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې مداخله نه‌لري.

ولسمشر غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"هیله ده چې په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات او همداراز په ۱۳۹۸ کال کې د جمهوري ریاست انتخابات د یوه ملي بحث او د راتلونکي لارې د روښانه کېدو لامل شي، د حکومت ژمنه دا ده چې د انتخاباتو له کمېسیون څخه بشپړ او بې‌طرفه ملاتړ کوو."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو پر خپل وخت د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

تازه د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمد ولي مسعود د ملي وفاق طرحه د ملي وحدت حکومت د ځای‌ناستي بدیل په توګه وړاندې کړې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاسي مشرانو ترې ملاتړ کړی دی.

ځیني سیاسیون په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت مشران د جمهوري ریاست د انتخاباتو ترسره کېدو ته چندان لېوالتیا نه‌لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې حکومت غواړي د قیادي شورا په رامنځته کېدو د خپل کار دوره وغځوي، خو حکومت بیا دا ډول اوازې بې‌اساسه بللې دي.

حکومت په داسې حال کې پر ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو خبره کوي چې تر دې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال معاذالله دولتي د انتخاباتو په نېټه کې د دوه میاشتني ځنډ په اړه ویلي وو.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د عبدالعلي مزاري د مړینې د ۲۳ تلین په غونډه کې وویل چې انتخابات به پر خپل وخت ترسره شي.

عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"یو ځل بیا پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ژمنه کوو، خلک د کمېسیون د اقداماتو او له دوی څخه زموږ د ملاتړ او نه‌مداخلې په اړه تمه لري."

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید بیا وايي چې د کمېسیون ورو اقداماتو، د امنیت خرابوالي او د سیاسي اجماع نه‌موجودیت ته په کتو پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل ممکن نه‌برېښي.

راپور: محمد حدیث پردېس