تمه ده بریتانیا د روسيې پر ضد یو لړ اقدامات اعلان کړي

تمه کېږې چې د بریتانيې صدراعظمه ترزا مې نن د روسيې پر ضد یو لړ اقدامات اعلان کړي.

لندن وروسته تر هغې دا پرېکړه وکړه چې روسيې د بریتانيې دې پوښتنې ته چې څرنګه د سړې جګړې د وخت جوړ د اعصابو فلجوونکو موادو څخه د روسيې د پخواني جاسوس په مسمومولو کې استفاده شوې ده.

بریتانيې روسيې ته په دې اړه د سپیناوي لپاره د تېرې شپې تر نیمايي ضرب‌الاجل ټاکلی و.

امریکا او اروپايي ټولنې په دې برخه کې د بریتانيې ملاتړ کړی دی او ویلي يې دي چې زیات احتمال شته چې د بریتانيې په لوېدیځ کې د سرګي سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې روسیه لاس ولري.

روسیې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او وايي، تر هغې به د بریتانيا غوښتنه ځواب نه‌کړي تر کومه پورې چې ورته د اعصابو د دې فلجوونکو موادو نمونې نه‌وي ښودل شوي.