په کندهار کې د کرنیزو او کورنيو تولیداتو نندارتون جوړېږي

ټاکل شوې په کندهار ولایت کې د کرنیزو او کورنيو تولیداتو نندارتون جوړ شي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د دغه نندارتون له جوړېدو هدف دا دی څو د افغانستان د صادارتو کچه نړیوالو معیارونو سره برابر او د افغانستان کورني تولیدات زیات شي.

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال فضل الهادي مشکاني وویل چې دغه تولیدات په ۳۰ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي او له خصوصي سکټور سره قراردادونه هم شوي دي.

د دوی په وینا تر اوسه پورې د کندهار وچه او تازه مېوه هند او پاکستان ته لېږدول کېده چې تر دې وروسته به هڅه کېږي چې دغه وچې او تازه مېوې اروپايي هېوادونو ته هم صادرې شي.