افغان ولسمشر: د امریکا نوې ستراتېژۍ په سیمه کې وضعیت بدل کړی

افغان ولسمشر وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ په سیمه کې وضعیت بدل کړی دی.

اشرف غني دا څرګندونې پرون سې شنبه په ارګ کې د امریکا له دفاع وزیر جېمز مټېس سره چې په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و، په غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني دغه‌راز وویل چې د دغې ستراتېژۍ په نتیجه کې د افغانستان په مسئله کې ښکېل لوبغاړي دې ته اړ شوي چې پر خپلو پالېسیو بیا کتنه وکړي او هم‌یې د افغانستان حکومت ته د دې امکان برابر کړی و چې طالبانو ته بې‌ساري د سولې وړاندیز وکړي.

د امریکا دفاع وزیر له دې غونډې مخکې هغو خبریالانو ته چې کابل ته له ده سره په دې سفر کې ملګري وو، ويلي و چې اوس هم د دې امکان شته چې په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه شي، خو د ده په وینا هغه به د جګرې له ډګره نه، بلکې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د سیاسي جوړجاړي په نتیجه کې وي.

مټېس دغه‌راز وویل، متحده ایالاتو داسې نښې لیدلي چې د طالبانو یو شمېر ډلې لېواله دي چې د څه باندې ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو امکان وازمایي.

ښاغلي مټېس زیاته کړه:

"له څو میاشتو راهیسې د طالبانو یو شمېر ډلو، کوچنیو ډلو یا له مخکې اړیکې ټینګې کړي او یا یې هم خبرو کولو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده."

له کله چې د امریکا ولسمشر په تېر اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړې، افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر دوهم سفر دی او هغه داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا په دې هېواد کې بیا پوځي هڅې زیاتې کړې دي.