امریکا او بریتانیا: د سکریپال د مسمومېدو په اړه دې مسکو ځواب راکړي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره په دې توافق کړی چې مسکو باید په دې اړه روښانه ځوابونه ووايي چې څنګه په روسیه کې جوړ شوي زهرجن کیمیاوي مواد په بریتانیا کې د روسیې پر یو پخواني جاسوس او د هغه پر لور برید کې کارول شوي.

دا خبره د سې شنبې په ورځ ناوخته سپینې ماڼۍ وکړه.

بل‌خوا د بریتانیا پولیسو ویلي، د مارچ په څلورمه نېټه په زهرجنو موادو د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومېدو په اړه څېړنې ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي او دوی چمتو نه‌دي چې په څېړنه کې کوم مطلوب کس په ګوته کړي.

د بریتانوي چارواکو په وینا دا دواړه پلار او لور دا مهال د انګلستان د سالزبري ښار په یو روغتون کې په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې ویلي، په دې پېښه کې تر ډېره د روسیې د لاس لرلو احتمال شته.

نوموړې د سې شنبې تر نیمې شپې مسکو ته وخت ورکړی و چې په دې قضیه کې د خپل دخالت په اړه توضیحات ورکړي.

ویل کېږي چې نوموړې په عکس‌العمل کې د روسیې خلاف پر یو شمېر اقتصادي او ډیپلوماتیکو اقداماتو غور کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د دوی هغه غوښتنه نه‌ده منل شوې چې غوښتل‌یې د کارول شویو کیمیاوي موادو بېلګې وګوري.

لاوروف ټینګار کړی چې روسیه په دې قضیه کې لاس نه‌لري.

په لندن کې د روسیې سفارت ویلي، څو چې بېلګې نه‌وي ورسپارل شوي دوی به ورکړل شوي ضرب‌الاجل ته ځواب ونه‌وايي.