ټرمپ وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې له دندې لیرې کړی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن‌یې له دندې لیرې کړی او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر مایک پامپیو یې د بهرنیو چارو د وزارت لپاره نومولی دی.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، د مرکزي استخباراتي ادارې مرستیاله جینا هسپل به د دې ادارې مشري پر غاړه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي:

"د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو به زموږ نوی د بهرنیو چارو وزیر وي چې ډېره ښه دنده به ترسره کړي."

د ولسمشر ټرمپ په وینا جینا هسپل به د لومړۍ ښځې په توګه د «سي. ای. اې» یا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشري وکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل، رکس ټېلرسن سره‌یې په ځینو مسئلو اختلاف درلود چې له دې ډلې هغه له ایران سره اټمي توافق یاد کړ.

ولسمشر ټرمپ دا اقدام د څو میاشتو هغو اوازو وروسته کوي چې ویل کېدل رکس ټېلرسن ښايي د امریکا د لوړپوړي ډیپلومات په توګه پر دندې پاتې نه‎شي.

بل‎خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سټیف ګولډسټین د ولسمشر ټرمپ تر دې پرېکړې وروسته په یو بیان کې وویل، ټېلرسن تر هغې مخکې چې له دندې لیرې شي له ولسمشر ټرمپ سره خبرې نه‎وې کړې او "د دې اقدام له سبب نه‌و خبر"، خو له دې څرګندونو لږ وروسته سپینې ماڼۍ ګولډسټین هم له دندې لیرې کړ.