ټېلرسن: امریکا په بریتانیا کې د سرګې سکریپال مسمومېدو په غوصه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا له دې کبله چې هغه د روسیې له خوا په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس مسمومېدل وبلل، په غوصه ده.

رکس ټېلرسن خبرداری ورکړ چې مسکو به یقیناً د دغې پېښې پر سر د متحدینو له غبرګون سره مخامخ شي.

ټېلرسن زیاته کړه چې موږ د بریتانیا پرتحقیقاتو او د هغې پرنتیجې چې وایي، روسیه د دغې پېښې ترشاه لاس لري، پوره ډاډمن یوو.

تېره اوونۍ د روسیې پخوانی جاسوس سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا سکریپال د بریتانیا په سالیزبوري کې د اعصابو په فلج کېدونکي موادو مسموم شول چې دواړه تراوسه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.

د ټېلرسن له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې وویل چې ډېر احتمال شته چې روسیه په دې پېښه کې ښکېله وي.