برېتانیا کې پر روسي جاسوس د زهرجنې مادې د برید مسئله څېړل کېږي

ټاکل شوې ده چې د بریتانیا د ملي امنیت شورا نن دوشنبه غونډه وکړي او د دې هېواد په سالیسبوري ښار کې پر یو پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د زهرجنې مادې د برید مسئله وڅېړي.

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې به د لوړپوړو وزیرانو د دې غونډې مشري وکړي.

په غونډه کې به د ۶۶ کلن روسي سیرګي سکریپال او د هغې پر ۳۳ کلنې لور یولیا سکریپال د شوي برید په اړه د څېړنو تازه جزئیات وړاندې شي.

چارواکي وايي، پلار او لور لا هم په روغتون کې په ناوړه، خو باثباته وضعيت کې دي.

دا پخوانی روسی جاسوس د مارچ په څلورمه د بریتانیا سالیسبوري ښار کې د خپلې لور سره په یوې زهرجنې مادې ککړ شوی او له هماغه وخته په روغتون کې دي.

هغه پولیس افسر چې سکریپال ته ورغلی و، هم سخت ناروغ بلل شوی دی.

په دې اړه د تېرو اتو ورځو راهېسې څېړنې روانې دي، خو په برید کې د کارول شوې زهرجنې مادې څرنګوالی لا هم نه‌دی په ډاګه شوی.

د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، د زهرجنو موادو په وسیله دا برید داسې ښکاري چې دولتي ملاتړ دې ولري.

نوموړي زیاته کړې، دوی تمه لري چې د بریتانیا صدراعظمه به ډېر ژر په دې اړه بیان ورکړي او که چېرې کرملېن ته ګوته ونه‌نیسي، دا به د تعجب خبره وي.