د برېتانيا په یوه رسټورانټ کې د اعصابو فلج کوونکي ګاز موندل شوي

د برېتانيا يو چارواکى وايي، د اعصابو فلج کوونکي ګاز په هغه شرابخونه او رسټورانټ کې موندل شوي چې د روسيې يو پخوانى جاسوس او لور يې تر سختې ناروغۍ مخکې ورغلي وو.

د انګلنډ د روغتيايي چارو مسؤل سالې داويس نن یکشنبه وويل، شااوخوا ٥٠٠ کسانو ته چې معمولاً زيزي رسټورانټ او د مېل په نوم شرابخونې ته ورځي، ويل شوي چې خپل کالي د احتياط لپاره ومينځي.

د روسيې د پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا د وژنې د هڅې په اړه تحقيقات نن اوومې ورځې ته داخل شول.

چارواکي وايي، د دواړو صحي وضعيت نازک، خو بيا هم ثابت دى.

په دوى کې د زهرجنو ګازو نښې موندل شوې دي.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن وويل، که ثابته شي چې په دې کار کې مسکو لاس لري، ممکن برېتانيا پر روسيې بنديزونه لا چټک کړي.

سرګي سکريپال په ٢٠٠٦میلادي کال کې د مسکو له خوا خپل هېواد ته په خيانت محکوم شو.

روسيه وايي سکريپال د يولک امريکايي ډالرو په بدل کې، د برېتانيا له (MI-6) استخباراتي ادارې سره معلومات شريک کړي دي.