چارواکی: فراه کې د طالبانو په برید کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي

یو افغان چارواکي ویلي، په فراه ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته وویل، برید په بالابلوک ولسوالۍ کې شوی، په وژل شوېو کې اووه کوماندو سرتېري او اته تنه پولیس شامل دي.

بختور ویلي درې تنه نور امنیتي سرتېري نادرکه دي. نوموړي د مخالفو وسله‎والو له‎خوا د ۳۰ تنو د وژل کېدو خبره هم کړې ده.

دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د فراه ولایت کې جګړه تأیید کړې، خو وايي یوازې څلور سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.

وسله‎والو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي، په فرا کې یې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او دغلته یې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.