ملالې یوسفزۍ د سخت دریځۍ پر ضد د نورو پخو اقداماتو غوښتنه کړې

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سخت دریځۍ ایډیالوژۍ او د ښځو په وړاندې د تبعیض پر ضد د نورو پخو اقداماتو غوښتنه کړې.

ملالې یوسفزۍ په هغې مرکې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې هیله لري چې ډېر خلک نه یوازې د سخت دریځو پر ضد ودرېږې، بلکې د سخت دریځۍ د نظریې په وړاندې به ودرېږي.

ملالې یوسفزۍ د یوې امریکايي ټلویزوني خپرونې کوربه ډیویډ لېټرمن سره په مرکه کې وویل:

"دا هغه څه دي چې موږ یې پر وړاندې مبارزه کوو، د سخت دریځۍ کومه نظریه چې شته، دا ښځو ته د سړیو سره برابر حقونه نه مني، دا نه مني چې ښځې د زده کړې حق لري."

ملاله یوسفزۍ چې اوس ۲۰ کلنه ده، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د پاکستان په سوات کې وسله وال طالبانو هغه مهال سخته ټپي کړه چې ښوونځي ته روانه وه.

نوموړې دا مهال په نړۍ کې د نجونو د زده کړې د حق لپاره مبارزه کوي او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د سولې د نوبل جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې شوه.