تاشکند د افغان سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربتوب کوي

تاشکند به دوه اوونۍ وروسته د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي په یوې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل، په دې غونډې ته د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو سربېره د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو وزیران او لوړ پوړي چارواکي وربلل شوي:

"په دې غونډه کې د سیمې او نورې نړۍ د بهرنیو چارو وزیران دعوت شوي، ترکیې ته بلنه ورکړل شوې، هند ته بلنه ورکړل شوې، د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او نورې نړۍ د ځینو هېوادونو د وزیرانو په سطحه استازي وربلل شوي، دوی به د افغانستان پر سولې او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه بحث کوي."

د ښاغلي کرزي په وینا د تاشکند دا غونډه د مارچ په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټو جوړېږي.

په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د دایمي استازي دفتر ویلي، دا غونډه به د کابل پروسې د کنفرانس بحثونه هم تعقیب کړي.

د ازبک چارواکو په وینا په غونډه کې به د افغانستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو سربېره، د اروپايي ټولنې، امریکا، چین، روسیې، هند، ترکیې او عربي هېوادونو لوړ پوړي ډیپلوماټان برخه واخلي.

همدارنګه به د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون ولري.