تېرکال په ننګرهار کې د مخدره موادو ۳۷ قاچاق وړونکي نیول شوي

په تېر یوه کال کې په ننګرهار ولایت کې ۳۷ کسان د سلګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۳۷ تنه د ۱۵۶۸ کیلو ګرامه بېلابېلو نشه يي موادو په تور نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.

ښاغلی مشرقیوال وايي چې ننګرهار د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی او ډېری نشه يي مواد له ګاونډیو هېوادونو څخه دې ولایت ته قاچاق کېږي.

نوموړی وایي:

"ننګرهار یو سرحدي ولایت دی چې زیاتره نشه يي مواد، په ځانګړې توګه چرس له شمال ولایتونو څخه ننګرهار ته قاچاق کېږي، تاریاک له لغمان او کونړ څخه دلته راوړل کېږي، دغه ډول په خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو کې چرس کرل شوي او د قاچاق په خاطر د غني خېلو او دور بابا ولسوالیو ته انتقالېږي چې ډېری یې زموږ د پولیسو له خوا نیول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې په یوه تازه پېښه کې د ننګرهار پولیسو ۳۱ کیلو ګرامه تاریاک له لغمان ولایت څخه د قاچاق پر مهال د دې ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې نیولي او یو تن یې هم د قاچاق په تور نیولی دی.