نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې څه څېړلي؟

واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله د زوی عبدالله د وژل کېدو مسئلې ته پام کړی دی.

پاکستاني چارواکو تأیید کړې چې د پاکستاني طالبانو د بنسټګر زوی عبدالله همدا اوونۍ د کونړ ولایت په چاوګام سیمه کې له خپلو ۱۹ ملګرو سره وژل شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې اسلام اباد له کلونو راهیسې له واشنګټن او کابل غوښتي چې د فضل الله او نورو پاکستاني طالبانو په وړاندې اقدام وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، داسې اټکل کېږي چې دا ترهګر په افغانستان کې پټ وي او په پاکستان کې د حملو د ترسره کولو لپاره د دواړو هېوادونو له سرحده تګ راتګ کوي.

د واشنګتن پوسټ په سرمقاله کې راغلي چې کابل هم له ډېر وخته راهیسې شکایت کړی چې پاکستان د هغو ترهګرو پر ضد چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې په بهرنیو او افغان ځواکونو حمله کوي، د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

واشنګتن پوسټ په پاکستان د امریکا د فشارونو ډېرېدو ته هم پام کړی دی.

په وروستیو څو میاشتو کې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په پاکستان باندې ځکه امنیتي مرستې بندې کړې او فشار یې پرې راوړ چې په خبره یې، دغه هېواد د ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې رښتینی نه دی پاتې شوی او د امریکا پیسې یې خوړلې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ماینونو په چاودنه کې د خلکو د وژل کېدو په اړه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لکینه کې راغلي چې نورضیه امرخېل یو له هغو دوه زرو ملکیانو ده چې تېر کال د ماین په چاودنه کې ژوبله شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکي چې نورضیه په ننګرهار کې خپل کلي ته نېږدې له یوې غونډۍ بوټي کول چې د ماین چاودنې یې ژوند په بل مخ کړ.

د ورځپاڼې په لیکنه، نورضیه او کورنۍ یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر ماتېدو وروسته خپل کلي ته ستانه شوي وو، خو د داعش له خوا کېنول شوي ماینونه لا هم پر ځای پاتې وو.

نورضیې نیویارک ټایمز ته ویلي:

"زه غونډۍ ته پورته شوې وم، ماین مې ونه ليد او پښه مې پرې کېښوده. "

د ماین چاودنې د نورضیې دواړه پښې پرې کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې د ۱۱ کلن شوکت یو لاس هم د ماین په چاودنه کې پرې شو.

شوکت له هغو چاودېدونکو موادو سره تماس نیولی و چې له لېرې د یوه مزي په واسطه کنټرول شوی و.

دا پېښه دوه کاله مخکې په کونړ ولایت کې شوې وه.