امنیت شورا د افغانستان په سوله کې د سیمه ییزو لوبغاړو پر همکارۍ ټینګار وکړ

د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې پرون پنجشنبه په نیویارک کې جوړه شوه، د افغانستان پر حالاتو، په تېره بیا د دغه هېواد پر سولې خبرې وشوې.

د دې شورا ځینو غړو د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو رغنده ګډون او همکاري مهمه وبلله.

د امنیت شورا د مارچ د میاشتې دوره يي مشري د هالنډ په غاړه ده.

غونډې ته د هالنډ د بهرنۍ سوداګرۍ او انکشافي همکارۍ وزیرې سیګرید کاګ وویل، د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هر اړخیزو خبرو له لارې په دې هېواد کې سوله راتلای شي.

دې په عین حال کې وویل، دا کار د سیمه ییزو شریکانو له رغنده همکارۍ او رښتینې ژمنې پرته ممکن نه دی.

سیګرید کاګ

نوموړې زیاته کړه:

"موږ د افغانستان د حکومت په مشرۍ یوازې د جامع خبرو له لارې سوله ټینګولای شو، نړیواله ټولنه دې خپله انرژي د سولې پر خبرو اترو متمرکزه کړي، حل لاره باید په زغرده سیاسي وي او دا کار د سیمې د ټولو شریکانو له رغنده او حقیقي ژمنې پرته امکان نه لري."

د ملګرو ملتو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان پر سولې خبرې کوي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ۱۰ ورځې وړاندې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړه.

ده وویل، د افغانستان حکومت چمتو دی چې بې قید او شرطه له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او دا ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د حکومت د سولې دا وړاندیزونه رسماً رد کړي نه دي.

خو پخوا یې ویلي چې د افغانستان له حکومت سره نه؛ بلکې له امریکا سره خبرې کوي.

د امنیت شورا په غونډه کې د سویډن د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې انیکا سودر له طالبانو وغوښتل چې له دې فرصته استفاده وکړي او د سولې خبرې پیل کړي.

دې وویل:

"د ترورېستي ډلو له لورې تاوتریخوالی باید ودرول شي، شخړه یوازې د سیاسي خبرو له لارې حل کېدای شي، د کابل پروسې دوهم کنفرانس تېره اوونۍ دایر شو او د افغانستان حکومت د دې غونډې په لړ کې د لارې یوه رغنده نقشه د سولې لپاره وړاندې کړه، موږ له طالبانو غواړو چې خبرو اترو ته تیار شي، له سیمه ییزو لوبغاړو هیله کېږي چې د سولې په هلوځلو کې خپل رول ولوبوي."

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي تداميچي یاماموتو د افغان ولسمشر د سولې نوې طرحې ته په اشارې وویل، طالبان دې را وړاندې شي او د افغانانو د کړاوونو او دردونو د پای ته رسېدو لپاره دې، د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني.

د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د روان میلادي کال په وروستیو کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو یادونه هم وشوه.

تمه ده چې دا کنفرانس د ملګروملتونو په کوربه توب د نومبر په ۲۸ مه د سویس په جینیوا ښار کې جوړ شي.

همداراز ټاکل شوې ده چې شااوخوا ۲۰ ورځې وروسته د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د غونډې کوربه وي.