بیکزاد: بهر ته د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی

په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مسؤلين اندېښنه څرګندوي چې له هېواده بهر ته د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی او په شمال او شمال ختیځ زون کې موجوده نا امنیو د افغاني غالیو پر تولید هم منفي اغېزه کړې ده.

په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر عبدالستار بیکزاد نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې لا هم افغاني غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته صادرېږي او له هغه ځای څخه د پاکستان په ارم او نېښان امریکا او اروپایي هېوادونو ته لېږدول کېږي.

په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر وايي چې هر کال په ټول هېواد کې یو ميلیون او ۵۰۰ زره متره مربع غالۍ اوبدل کېږي چې ۹۰ سلنه‌یې بهر ته صادرېږي.

دوی وايي چې د افغاني غالیو د قاچاق تر څنګ په شمال زون کې شته نا امنۍ هم سبب شوي چې په کور دننه د غالیو تولید کم شي.

په داسې حال کې په شمال زون کې د افغاني غالیو د اوبدونکو اتحادیې مسؤلین د افغاني غالۍ د قاچاق او تولید له کموالي اندېښنه څرګندوي چې په بلخ کې د سوداګرۍ خونې مسؤلین د حیرتان-ترمز د رېل پټلۍ له لارې، د صادراتو له نه‌موجودیته خبر ورکوي.