غني: د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د ټاکنو په نېټه کې هېڅ بدلون نه‌شي راتلی

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د انتخاباتو په نېټه کې په هېڅ وجه بدلون نه‌شي راتلی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خبره، حکومت د راتلونکو ټاکنو بودجې او د امنیت ټینګښت ته چمتو دی.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۶» د ملي شورا د ۱۶مې دورې د اتم کال په پرانيست‌غونډه کې وویل چې انتخاباتي کمېسیونونه باید پرته له کومې بهرنۍ مداخلې په بشپړې خپلواکۍ سره خپلې چارې مخته یوسي.

د نوموړي په خبره، د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د انتخاباتو په نېټه کې په هېڅ صورت بدلون نه‌شي راتلی او په خپل ټاکلي وخت به ترسره شي.

ولسمشر غني

ښاغلي غني وویل:

"په خپل ټاکلي وخت سره د ولسي جرګې او جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدل، يو حتمي امر دی چې په هېڅ وجه په‌کې بدلون نه‌شي راتلی، دا د ملي وحدت د حکومت دنده ده چې د انتخاباتو لپاره لازم امکانات برابر، امنیت‌يې ټينګ او په‌کې د هر ډول ملکي، امنیتي او سیاسي مداخلو مخه ونیسي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید د راتلونکي لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

همداراز د اساسي قانون پر بنسټ، ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال تر پسرلي یعنې له ۱۳ میاشتو په کمه موده کې باید وشي.

خو يو شمېر مدني بنسټونه چې د ټاکنو په برخه کې کار کوي، د انتخاباتي کمېسیونونو چارو ته په کتو په خپل ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل ناشونې بولي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم څو ورځې وړاندې وویل چې د وخت د ضایع کېدو او په کمېسیون کې د یو شمېر ستونزو له کبله، شاید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ځنډ ترسره شي.

له دې وړاندې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئیس ازادي راډیو ته ویلي، که دغه انتخابات په خپل ټاکلي وخت ترسره نه‌شي، نو ممکن د جمهوري ریاست د انتخاباتو په تاریخ هم منفي اغېز وکړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي چارو کارپوه جانداد سپين غر وايي، دا چې تر دې مهاله د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نه‌دی پیل شوی او نه هم د درغلیو د مخنیوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره جوړه شوې، نو په دې اساس د سرطان په ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل ممکن نه‌ښکاري.

خو نوموړی د راتلونکي کال په يوه بله میاشت کې د ټاکنو ترسره کېدو ته هیله‌مند دی.

جانداد سپین غر

نوموړی وایي:

"اول خو هغه تاریخ چې ولسمشر یې وايي، که هدف‌يې د سرطان ۱۶مه وي، نو نا ممکن دی او که هدف‌یې دا وي چې انتخابات په ۱۳۹۷ کال کې ترسره کوو، نو بیا یو فرصت شته او موږ تر میزان میاشتې پورې دغه چانس لرو."

د ښاغلي سپين غر په باور، نا امني او د يوې سیاسي اجماع نه‌موجودیت هغه نورې ستونزې دي چې د انتخاباتو د ترسره کولو په وړاندې خنډونه جوړلای شي.

که څه هم ولسمشر په ټاکنیزو چارو کې د هر ډول مداخلو د مخنیوي خبره وکړه، خو ښاغلی سپین غر وايي، له انتخاباتو د څار بنسټونه د ټاکنیزو کمېسيونونو په چارو کې د بهرنیو مداخلو په تړاو اندېښمن دي.

راپور: واصل وصال