د کندهار د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته جوړ شوی ډېوال پرانیستل شو

د کندهار د ارغنداب د سيند دواړو غاړو ته د ٢٢ ميليونو ډالرو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشپړې او د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو.

د کليو او پراختيا وزير مجیب الرحمن کریمي چې د دې دېوال د پرانيستنې په هدف کندهار ته تللی وو، وايي چې د دې دېوال په جوړېدو سره ٢٨٠٠جريبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه وژغورل شوه.

د دغه استنادي دېوال کار د ارغنداب د سيند پر غاړه درې کاله مخکې پيل شوى وو.

د کليو او پراختيا وزير مجیب الرحمن کريمي چې د دې دېوال د پرانيستې لپاره کندهار ته راغلى وايي، دغه دېوال ٣١ کېلو متره اوږدوالى لري چې د ٢٢،٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کليو او پراختيا وزارت له بودجې څخه جوړ شو، تر څو د دغه سیند دواړو غاړو ته پرته ٢٨٠٠ جريبه حاصل خیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښه څخه و ژغورل شي:

"په دريېو کلونو کې دا پروژه تکمیل شوه چې پانګه يې د ملي بودجې څخه ورته برابره شوې وه ارزښت يې په دې کې دی چې د دې پروژې په تکمیل سره ٢٨٠٠ جریبه مځکه د سېلاب څخه وژغورو."

د کلیو او پراختیا وزیر وویل چې په ١٣٩٦ کال کې د کندهار لپاره د دې وزارت له خوا د ١٣ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت یو شمېر نورې پروژې هم تطبیق شوي.

او په راتلونکې ۱۳۹۷کال کې به د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې بېلا بېلې پروژې تطبیق شي چې په کرنیزه برخه کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د ارغنداب پر سیند د استنادي دېوال جوړېدل اړین ګام وباله چې په وینا یې د بودجې تر پیدا کېدو وروسته به د دغه استنادي دېوال پاته برخه هم بشيړه شي.

په ورته وخت کې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي پر ارغنداب سیند د استنادي دېوال جوړېدو ته خوشحاله دي او وايي چې پاته استنادي دېوال دي هم بشپړ شي.

د ارغنداب سيند چې په شمالي ولسوالۍ شاولي کوټ کې د دهلې د بند څخه سرچینه اخلي جنوب لوېديځ لور ته غځېدلې چې د ارغنداب ولسوالۍ ۲۷۷ كېلومتره مساحت تشكيلوي او په پاى كې هلمند ته تر رسېدو وروسته د د دغه ولایت لوی سيند ته ورګډېږي.

راپور: صادق رښتینی