امریکا: طالبانو دې د ولسمشر غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي

متحدو ایالاتو پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د پلان په اړه جدي غور وکړي.

د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز پرون دوشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، افغان ولسمشر له طالبانو څخه هاغسې چې د دې ډلې ویاند ویلي، تسلیمیدل نه غواړي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د کابل د پروسې په کنفرانس کې د سولې لپاره خپله طرح اعلان کړه، خو طالبانو په پرله‌پسې ډول له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی.

مېرمن ویلز وویل، د ښاغلي غني وینا له طالبانو د تسلیمۍ د غوښتنې په معنا نه، بلکې په سیاسي چوکاټ کې د سولې لپاره د با عزته بهیر وړاندیز و.

مېرمن ویلز همدا راز وویل چې متحدایالات د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکې غونډې ملاتړ کوي.