«م.م»: افغانستان کې تر ۲۰ زرو زیات خلک له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکی دفتر وايي، د نوي میلادي کال د پیل راهېسې په تېرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر ۲۰ زرو زیات افغانان له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

دې ادارې په یو بیان کې ویلي چې یوازې په میدان وردګو ولایت کې د حکومت د یوې مخالفې وسله‎والې ډلې او د حکومت د یوې طرفدارې ملېشه ډلې ترمنځ د جګړې له کبله څلور نیم زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه څه کم ۵۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي، له ایرانه بیا تر پنځو زرو زیات په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي او نهه نیم زره نور کډوال په اجباري توګه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پرله‎پسې له ایرانه او پاکستانه غوښتي چې پر کډوالو دې فشار نه راوړي او هغوی دې پریږدي چې په داوطلبانه توګه خپل هېواد ته ستانه شي.