دفاع وزارت: د «نصرت» په نوم د پوځي عملیاتو پلان بشپړ شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د نوي هجري لمریز کال لپاره یې د «نصرت» په نوم د پوځي عملیاتو پلان او چمتوالی بشپړ کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د نصرت عملیات به د پسرلي له پیل سره سم پیل شي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې د دې عملیاتو په پلان کې یې په ځانګړي توګه د هغو نیګړتیاوو په لېرې کولو تمرکز کړی چې په تېر کال کې ورسره مخ وو.

ښاغلی وزیري وايي:

"موږ د نصرت په نوم د عملیاتو پلان جوړ کړی او د بشپړېدو په حال کې دی. په ژمي کې مو بشپړ چمتوالی نیولی، اکمالات مو کړي، کومو ځواکونو چې تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لرله هغه ور رسیدلي دي. ښوونه او روزنه مو بهتره کړې او د مهماتو، اعاشې او البسې له پلوه مو هم تدابیر نیولي دي."

که څه هم د ښاغلي وزیري په وینا وسله‎والو د نورو کلونو خلاف په ژمي کې هم جګړه نه‎وه درولې، خو که د نوي کال په رابره کېدو هم جګړه دوام وکړي، دوی ورته له هر پلوه چمتو دي.