په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

په کندهار کې د جنوبي حوزې په کچه د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه.

د کندهار د ښځو چارو رئیسې رقیې اڅکزۍ په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونې پرانیستل کېدل مهم ګام وباله او ویې‌ویل چې له دې لارې به د ښځو د لاسي صنایعو سوداګري وده وکړي او د ډېرو ښځو کورنی اقتصاد به پیاوړی شي.

نوموړې زیاته کړه چې دغه مرکز غير دولتي دى او هدف‌يې د ښځو د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه ده.

د کندهار والي زلمي ویسا په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې له دغه مرکز سره به همکاري وکړي او د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د ښځو د لاسي صنایعو د پلور یو مارکېټ جوړ کړي.

بل‌خوا د ښځو لپاره د سوداګرۍ د خونې دغې پرانیست غونډې ته د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني هم په خپل راستول شوي وېډيويي پيغام کې دغه ګام وستایه او په دې برخه کې يې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

په کندهار کې د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې تر دې مخکې د دغه ولایت ښځینه سوداګرو ازادي راډیو سره په خبرو کې څو ځله د خپلو لاسي صنایعو لپاره د بازار غوښتنه کړې.

خامکي غاړې او خامکي پټوان د کندهار مشهور لاسي صنایع بلل کېږي.